د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې اوبو او روغتیايي خدماتو ته ته غوره لاسرسی هر کال د ۱.۴ میلیونو کسانو ژوند ژغوري.
ګوتېرېش دوشنبه د اپریل پر ۲۰مه په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې اوبه د ژوند بنسټ او یو بشري حق دی او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د اوبو بحران اندېښمنوونکی دی.
نوموړي ویلي چې اوبو ته غوره لاسرسی نه یوازې د ناروغیو په کمولو کې ونډه لري، بلکې د اېکوسیستم له بیارغونې سره مرسته کوي او ښايي د اړمنو هېوادونو د اقتصادي ودې لامل اوسي.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/guterres-better-access-to-water-saves-over-a-million-lives-every-year/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram