په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پاکستان په هڅو د «رژیم بدلون» خبرې ښکته پورته کېږي. د حامد کرزي او محمداشرف غني په حکومتونو کې جګپوړي چارواکي محمدعمر داوودزي هم په خپله فیسبوکپاڼه کې په دې اړه خپرې کړې لیکنې کې د اسلاماباد د هڅو یادونه کړې ده. داوودزي په دې تړاو د پاکستان پر هڅو نیوکه کړې او دا یې د افغانستان په زیان ګڼلي. نوموړي د «رژیم بدلون» پر ځای د «رژیم بیا بستهبندۍ» اصطلاح کارولې او ویلي یې دي چې پاکستان د امریکا له هغو اقداماتو الهام اخلي چې په وینزویلا او ایران کې یې کړي او غواړي دا لاره چاره په افغانستان کې عملي کړي. سربېره پر دې یې اعتراف کړی چې دا نسخه په وینزویلا کې ښه وه، خو په ایران کې یې ستونزې زیاتې کړې. د طالبانو له خوا د مخالفانو د بېرته ستنېدو بلنه یې هم د رژیم له بیا بستهبندۍ سره تړل شوې ده.
کله چې د رژیم د بیا بستهبندۍ خبره کېږي، موخه یې په بڼې او ماهیت کې له یو څه بدلون وروسته د طالبانو رژیم پر ځای والی دی، نه دا چې بشپړ نسکور او پر ځای یې نوی نظام رامنځته شي. د داسې پلان پلي کېدل په دننه کې همکارۍ ته اړتیا لري؛ همدارنګه د رژیم ځينې مشران باید له ډګره لرې کړل شي (که په زور وي یا له نورو لارو). په دې سناریو کې هغه کسان له ډګره ایستل کېږي چې له سخت دریځۍ لاس نه اخلي او د نړۍ او افغانانو غوښتنې له پامه غورځوي. برعکس، هغه کسان رامخکې کېږي چې د خبرو پلویان وي او حللاره له نړۍ او خلکو سره په تفاهم کې ګوري(البته که داسې کسان د طالبانو په رژیم کې پیدا شي).
که پاکستان د رژیم د بیا بستهبندۍ طرحې عملي کوونکی وي، نو لومړنۍ اړتیا به له ډګره د هغو کسانو لرې کول وي چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) پر بې قید او شرطه ملاتړ ټینګار کوي او غواړي له هند سره په نږدې کېدو له اسلاماباده غچ واخلي. دلته د هبتالله اخندزاده او هغه ته د نږدې کسانو حذف ښايي موخه وي چې په بدل کې یې ښايي پاکستان له حقانیانو سره کار وکړي؛ داسې خوځښت چې ظاهراً ځواکمن ګڼل کېږي، پر اسلاماباد دومره نیوکې نه کوي او له هند سره هم راکړه ورکړه نه لري. بیا هم د دې طرحې پلي کول د نړۍ په ځانګړې توګه د امریکا، روسیې، ترکیې، ایران، چین او… ملاتړ ته اړتیا لري. پاکستان په ډېرو برخو کې د امریکا له ملاتړه برخمن دی نه په ټولو برخو کې. نور هېوادونه هم تر دې دمه له دې طرحې سره همغږي نه دي، که ښکاره مخالفت هم ونه کړي. دغه راز، د طالبانو د مخالفو خوځښتونو ملاتړ ته هم اړتیا شته، خو دا همکاري د پاکستان د پخوانیو تګلارو له امله په اسانۍ نه شي ترلاسه کېدای.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/is-regime-change-possible-in-afghanistan-with-the-help-of-a-foreign-agent/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram