«یوه ورځ به دا وحشت پای ومومي. یوه ورځ به د نورو عادي انسانانو په څېر ژوند وکړو او ازادي به احساس کړو» دا جملې ان فرانک په داسې حال کې د خپلو یادښتونو په کتابچې کې ولیکلې چې د امستردام په یوه تنګ او تیاره پناه ځای کې پټه شوې وه. هوا درنه وه، د لمر رڼا په ډېرې سختۍ د درنو پردو له منځه دننه راتله او هر کوچنی غږ پر ویروونکي خوب بدلېدای شوای. هغې او ملګرو به یې خپلې ساوې په سینو کې بندولې، له دې وېرې چې کوچني غږ یې حضور بربڼداوه او د نازیانو مرګونو منګولو ته لوېدلې.
ان فرانک چې د لیکوالۍ هیله یې لرله، نور یې نه شوای کولی د ښار په واټونو کې ازاد تګراتګ وکړي، نه یې شوای کولی چې په ټولګي کې کېني، نه یې شوای کولی خپلې خورلڼې وویني. ولې؟ په دې جرم چې یهودۍ وه. یهودیان اړ ایستل شوي وو څو پر خپلو جامو زېړ ستوري وګنډي، نه د ویاړ نښه، بلکې د سپکاوي، جلاوالي او هغه تریخ برخلیک نښه چې هغوی ته په تمه و. هغه کسان چې دا نښه یې لرله، نور یې حق نه لاره چې په پارکونو کې کېني، سینما ته لاړ شي او ان له بایسکل څخه ګټه واخلي. دوکانونو، ښوونځیو او روغتونونو یو په بل پسې خپلې دروازې پرې وتړلې. هغوی له لږ وخت وروسته له خپلو کورونو وایستل شول، لکه بېارزښته توکي په تنګو او بېهوا اوسپنیزو واګونونو کې یې دننه کړل، داسې ځای ته چې نوم یې د درواغجنو ژمنو تر سیوري لاندې پټ ساتل شوی و، خو حقیقت له مرګ پرته بل څه نه و.
ان فرانک له خپل برخیلکه ناخبره وه، خو هیله یې لرله؛ داسې هیله چې یوه ورځ به نړۍ د ارام رنګ واخلي، انسانیت به بریالی شي او د دې جګړې خپسکه به ختمه شي. خو حقیقت د یوې څوارلس کلنې نجلۍ له هیلو ډېر بې رحمه و. ان له خپلې خور مارګو سره یو ځای د بېرګېن – بلېسېن کمپ کې د سختې یخنۍ، لوږې او ساري ناروغیو د نه زغمل کېدونکو شرایطو له کبله ژوند له لاسه ورکړ. خو یادښتونه یې پاتې شول؛ چوپ شوی غږ یې چې لا هم په پاڼو کې ژوندی دی او شاهدي ورکوي چې څنګه د یوې نجلۍ نړۍ، یوازې د دې لپاره چې وه، له منځه یوړل شوه. «دا وحشت به یوه ورځ پای ته ورسېږي…» خو تر هغې پورې به څو زره ارمانونه په چوپتیا، د وېرې او ځپنې تر فشار لاندې، مړه شي؟
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/anne-frank-and-afghan-girls-will-this-horror-ever-end/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram