avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
20.04.2026 19:20
سرچینې وايي چې د بلخ ملي ټلوېزیون کې د طالبانو د ځپونکو او له تبعیضه ډکو تګلارو پلي کېدل د دې لامل شوي چې مسلکي او تجربه‌لرونکي کارکوونکي د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي او ښځې هم په بشپړه توګه له کاره محرومې شوې دي. د سرچینو په وینا، د جامو په څرنګوالي، د پروګرامونو په منځپانګه او د خپرونو په ژبه کې د طالبانو پرله‌پسې لاسوهنو او د سختو مذهبي تګلارو پلي کولو د کارکوونکو انګېزه کمه کړې او ټلوېزیون یې د طالبانو د تګلارو د مستقیم تبلیغ پر مرکز بدل کړی دی.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د بلخ د ملي راډیو او ټلوېزیون په امریت کې سرچینې وايي چې د تبعیضي تګلارو پلي کول، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو  بندیز او د کارکوونکو په ټولو کاري او شخصي چارو کې لاسوهنه د دې لامل شوې چې د دې رسنۍ ګڼ مسلکي او پخواني کارکوونکي د دندې پرېښودو ته اړشي.

د سرچینو په وینا، د طالبانو سیمه‌ییز چارواکي د کاري تجربې او مسلکي پوهې پر نه لرلو سربېره، پر مسلکي او تجربه‌لرونکو کارکوونکو باور نه لري او د هغوی په ټولو چارو کې لاسوهنه کوي.

نور ولولئ...
https://8am.media/ps/balkh-national-television-professional-employees-flee-taliban-roam-free/
۸صبح ورځپاڼه
د بلخ ملي ټلوېزیون؛ مسلکي کارکوونکي تښتي او طالبان واک چلوي - ۸صبح ورځپاڼه
سرچینې وايي چې د بلخ ملي ټلوېزیون کې د طالبانو د ځپونکو او له تبعیضه ډکو تګلارو پلي کېدل د دې لامل شوي چې مسلکي او تجربه‌لرونکي کارکوونکي د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شي او ښځې هم په بشپړه توګه له کاره محرومې شوې دي. د سرچینو په وینا، د جامو په څرنګوالي، د […]
116

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram