avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
20.04.2026 18:26
ځينې هېوادوال وايي چې د خپلو ستونزو په ځانګړې توګه د ناروغیو د درملنې لپاره، ډاکټر ته د ورتګ پرځای تعویذګرو ته ورځي. هغوی ادعا کوي چې تعویذ لیکونکو ته له ورتګ وروسته یې په وضعیت کې نسبي ښه والی لیدلی دی. هغوی باوري دي چې دا چاره ډاکتر ته د ورتګ پرتله ارزانه ده او لږ تر لږه زیان یې ورته نه دی اړولی. ورته مهال، ځینې نور په دې اړه اندېښنه څرګندوي او وايي چې د طالبانو له واکمنېدو او د ښځو پرمخ د پوهنتونونو له تړل کېدو وروسته تعویذګرو ته د خلکو ورتګ زیات شوی. هغوی زیاتوي چې خلک دغو کسانو ته د بېلابېلو په ځانګړې توګه د سرطان او رواني ناروغیو د درملنې لپاره ورځي. د دغو اوسېدونکو په خبره، تعویذګرو ته ورتګ یو ډول خرافاتي باور ګڼل کېږي او تعویذ ډېری مهال د خلکو له احساساتو د ګټې اخیستنې او عاید ترلاسي وسیله هم ګرځي. هغوی خبرداری ورکړی چې که دا بهیر همداسې دوام وکړي، په ټولنه کې به خرافاتي باورونه نور هم پراخ شي او منفي پایلې به ولري.

هغوی چې تعویذ لیکونکو ته مراجعه کوي، وايي چې دا مهال ډېر کلیدي او تخصصي بستونه ملایان اداره کوي او بل پلو، د درملو او درملنې لګښت هم ډېر دی. د هغوی په خبره، دا وضعیت د دې لامل شوی چې ګڼ کسان پر روغتیايي سیستم باور ونه کړي او اعتقادي لارو چارو ته مخه کړي.

ځینې کسان چې تعویذګرو ته تللي، ادعا کوي چې له څو تعویذونو وروسته یې روغتیا ښه شوې یا یې د زړه مراد پوره شوی.

نور ولولئ...
https://8am.media/ps/between-prayer-and-medicine-why-do-people-still-go-to-amulet-writers/
۸صبح ورځپاڼه
د دعا او درملو ترمنځ؛ ولې خلک لا هم تعویذ لیکونکو ته ورځي؟ - ۸صبح ورځپاڼه
ځينې هېوادوال وايي چې د خپلو ستونزو په ځانګړې توګه د ناروغیو د درملنې لپاره، ډاکټر ته د ورتګ پرځای تعویذګرو ته ورځي. هغوی ادعا کوي چې تعویذ لیکونکو ته له ورتګ وروسته یې په وضعیت کې نسبي ښه والی لیدلی دی. هغوی باوري دي چې دا چاره ډاکتر ته د ورتګ پرتله ارزانه ده […]
2
164

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram