avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
20.04.2026 18:24
۸صبح، کابل: د «رخشانه» په نوم رسنۍ د ایټالیا په پیروجا کې د ژورنالیزم په شلم نړیوال فسټيوال کې «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر مهال د راپور ورکولو» په اړه ګردۍ میز جوړ کړی و.

د دغې ناستې جوړونکو دوشنبه د وري پر ۳۱مه په یوې خپاره کړي بیان کې ویلي چې په دغه میز کې په افغانستان کې د ښځو پر جوړښتي ځپنې، د ښځينه خبریالانو ننګونو او د دغه بحران اړوند د نړیوالې ټولنې پر نه پاملرنې بحث شوی دی.

د بیان له مخې، دا ناسته د اروپا اینټرنیوز اجرایويي رییسې میرا له خوا مدیریت شوې او ویناوالې یې د رخشانې میډیا بنسټ ایښودونکې زهرا جویا، د سکای نیوز خبریاله الیکس کرافورډ او په کابل کې د رویټرز پخوانۍ خبریاله ایمي فیریس روټمن وې.

نور ولولئ...
https://8am.media/ps/gender-apartheid-in-afghanistan-discussed-at-20th-international-journalism-festival-in-italy/
۸صبح ورځپاڼه
په ایټالیا کې د ژورنالیزم په شلم نړیوال فسټيوال کې په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په اړه خبرې شوې - ۸صبح ورځپاڼه
۸صبح، کابل: د «رخشانه» په نوم رسنۍ د ایټالیا په پیروجا کې د ژورنالیزم په شلم نړیوال فسټيوال کې «په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید پر مهال د راپور ورکولو» په اړه ګردۍ میز جوړ کړی و. د دغې ناستې جوړونکو دوشنبه د وري پر ۳۱مه په یوې خپاره کړي بیان کې ویلي چې په […]
131

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram