د بدخشان یو شمېر اوسېدونکي په دغه ولایت کې د کانکېندونکو د مرګژوبلې د دوام په تړاو خبرداری ورکوي. دوی وايي چې یوازې لږ شمېر ځایي خلک د کانونو په استخراج کې ونډه لري او هغوی هم اړ دي طالبانو ته باج ورکړي. د دغو اوسېدونکو په وینا، د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو د موندلو لپاره د غرونو په زړه کې ګڼ تونلونه کیندل شوي دي. دوی زیاتوي چې د تونلونو نړېدو او د سرو زرو د کانونو پر سر د طالبانو ترمنځ شخړو تر اوسه ګڼ کسان وژلي دي. د دغو اوسېدونکو په باور، د بدخشان سره زر د چینایي او ترکي شرکتونو او دغه راز د هلمند او کندهار ولایتونو د طالبانو له لوري د نړیوالو منل شويو معیارونه له په پام کې نیولو پرته، استخراجېږي. د دوی په اند، د دغو کانونو ډېره برخه عواید د طالبانو د دفاع د وزیر محمد یعقوب مجاهد او د رییسالوزرا د اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د چارواکو او چینایي شرکتونو جېبونو ته ځي. په همدې حال کې د چاپېریال ساتنې یو شمېر کارپوهان د کانونو د پراخ او غیرمعیاري استخراج په تړاو اندېښنه څرګندوي او خبرداری ورکوي چې د دغه بهیر دوام د بیو لوژیکي طبقو د ویجاړېدو او د چاپېریال د زیانمنېدو لامل کېدای شي.
د بدخشان یو اوسېدونکی عبیدالله (مستعار نوم) د سرو زرو د کانونو د استخراج پر مهال د دغه ولایت د خلکو د مرګژوبلې په تړاو اندېښنه څرګندوي. هغه وايي چې د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو د موندلو لپاره د غرونو په منځ کې ډېر تونلونه کیندل شوي دي چې کله ناکله د نړېدو له امله کانکېندونکي پکې بند پاتې کېږي او خپل ژوند له لاسه ورکوي.
د بدخشان دغه اوسېدونکی زیاتوي:« له بده مرغه، هر کال د بدخشان د سرو زرو د کانونو د استخراج پر مهال ډېر خلک خپل ژوند له لاسه ورکوي. کره شمېر مې یې په یاد نه دی، خو ډېر زیات دي. وروستۍ پېښه چې د شهربزرګ تر کانونو لاندې پکې درې کسان مړه شول او رسنیزه شوه، د دې ستونزې یوازې یوه کوچنۍ بېلګه ده. د بدخشان په بېلابېلو سیمو کې د سرو زرو د موندلو لپاره د غرونو په منځ کې ګڼ تونلونه کیندل شوي دي چې کله ناکله د نړېدو له امله کارګران پکې بند پاتې کېږي او مړه کېږي. د تونلونو خاوندان تر ډېره د کار لپاره بېوزله او اړ خلک استخداموي او د خطر له امله خپله تونل ته نه ننوځي.»
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/badakhshan-gold-tunnels-of-death-for-workers-and-wealth-for-the-taliban/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram