د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د یوه ښوونځي د ښوونکي د ویډیو له خپرېدو وروسته، د دې ولایت یو شمېر فرهنپالو د دغه ښوونځي د جوړولو لپاره د مرستې غوښتنې کمپاین پیل کړی دی. دوی د افغانستان له ټولو خلکو او دغه راز د هېواد دننه او بهر له مرستندویه بنسټونو غوښتنه کړې چې د دې ښوونځي په جوړولو کې ونډه واخلي. د هغوی په وینا، د دې کمپاین موخه ماشومانو ته د زدهکړې د مناسبې فضا برابرول دي، څو هغوی وکړای شي په سالم او مناسب چاپېریال کې زدهکړې وکړي.
د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ د یوه ښوونکي خپره شوې ويډیو، ښيي چې هغه د هغه ښوونځي پر خراب او نامناسب وضعیت اندېښنه څرګندوي چې تدریس پکې کوي. هغه وايي چې زدهکوونکي د کال په ټولو فصلونو کې د دوبي تر سوځنده لمر او د مني په سړه هوا کې په پرانیستې فضا کې درس وايي. د دغه ښوونکي په وینا، په دغه ښوونځي کې له دوو زرو ډېر زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي، خو سرپناه نه لري.
دغه ښوونکی وايي:«زدهکوونکي د کال په ټولو فصلونو په ګرمي او یخني کې زدهکړه کوي. په دوو وختونو کې نږدې ۲۰۰۰ هلکان او نجونې [له شپږم ټولګي ښکته] پر زدهکړو بوخت دي. د دوبي په سخته ګرمي او سوځنده لمر لاندې او دغه راز په پسرلي کې د واورې او باران له امله له سختو ستونزو سره مخ دي. له ټولو هغو کسانو چې موږ ویني او زموږ غږ اوري، غوښتنه کوم چې د درسي خونې او د ښوونځي د انګړ د دېوالونو په جوړولو کې ونډه واخلي.
نور ولولئ…
https://8am.media/ps/takhar-cultural-activists-call-1200-children-study-outdoors/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram