په داسې حال کې چې پراخه بې وزلي او بې مخینې بېکاري د افغانانو ژوند ګواښي، د طالبانو چارواکو د شاندارو ودونو د مراسمو جوړولو، د دولتي امکاناتو کارولو او د درېیم او څلورم واده کولو ته دوام ورکړی دی. هېوادوالو په ځلونو د طالبانو د چارواکو پر مجللو ودونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا ډله په داسې حال کې د دویم، درېیم او څلورم واده پر مراسمو بوخته ده چې ډېری خلک د یو وخت خوړو د برابرولو توان هم نه لري. د هغوی په وینا، کچالو د اړمنو له دسترخوانه لېرې شوي او خلک د پېرودلو د توان د کمېدو له امله د وریجو په ستاینه شعرونه لیکي.
د طالبانو د لوکسو ودونو په لړ کې، تازه په ټولنیزو شبکو کې د یوه هغه طالب چارواکي د واده د موټرو ویډیو سختې نیوکې راپارولي چې نوم یې رسنیز شوی نه دی. په دې ویډیو کې لیدل کېږي چې دغه طالب چارواکي لسګونه موټرونه په ګلونو پوښلي دي.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/poverty-and-taliban-drunkenness-from-bride-transport-by-helicopter-to-bulletproof-vehicles/
یو هېوادوال عبید وايي چې خلک د وچې ډوډۍ د برابرولو توان نه لري، خو طالب چارواکو په تېرو څلورو کلونو کې د کانونو د لوټولو او د عامه شتمنیو د چور او تالان له لارې درې ـ څلور ځله ودونه کړي دي. د هغه په وینا، ډېری دغه ودونه د میلیونونو افغانیو په ورکولو ترسره شوي او بېوزله
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram