۸صبح، کابل: په افغانستان کې ملګرو ملتونو ویلي چې په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۸ زره او ۶۱۶ ښځینه سوداګرو ملاتړ شوی دی.
دغه سازمان دوشنبه د وري پر ۳۱مه، پر ایکس پاڼه په یوه پیغام کې زیاته کړې چې دې چارې په افغانستان کې د کوچنیو او منځنیو شرکتونو له لارې د ښځو اقتصادي ونډه پیاوړې کړې ده.
ملګرو ملتونو پرون هم ویلي وو چې د طالبانو له لوري د نجونو پر منځنیو زدهکړو د بندیز دوام لا هم د بشري پانګې د عادلانه پراختیا پر وړاندې تر ټولو لوی جوړښتي خنډ پاتې دی.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/un-more-than-18000-women-entrepreneurs-supported-in-afghanistan-last-year/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram