په داسې نړۍ کې چې هره ورځ له بدلون، پرمختګ او نوې هیلې سره مله ده، موږ د افغانستان په نوم هېواد کې ژوند کوو؛ داسې هېواد چې لا نه دی توانېدلی ځان د جهالت له درانه بار څخه خلاص کړي، هغه هېواد چې لا پر خپلو پښو نه دی درېدلی او د هرې ورځې په تېرېدو په تیارې کې ډوبېږي. له هر ګوټ او کونجه یې د ناپوهۍ نمجن بوی راپورته کېږي؛ داسې بوی چې نه یوازې ساه تنګوي، بلکې د هیلې څراغونه هم یو په بل پسې خاموشوي. په داسې ټاټوبي کې نه یوازې موږ له پامه غورځول شوې یو، لکه ژوندۍ یې چې خښې کړې اوسو، بې له دې چې غږ مو واورېدل شي یا مو چیغې کوم ځای ونیسي.
له ښوونځي او پوهنتون څخه پاتېدا کوم ساده محرومیت نه دی؛ دا یعنې خښېدل، په داسې حال کې چې لا ساه اخلو، یعنې داسې تیارې کې ډوبېدل چې د رڼا لار نه لري. دا یعنې د مجبوریت په ژوره کنده کې راګیرېدل؛ داسې کنده چې دیوالونه یې له چوپتیا، وېرې او بې عدالتۍ جوړ شوي دي. له دغه وضعیته پنځه کاله تېر شوي؛ پنځه کاله چې موږ ډېرو ته د یو عمر په څېر درانه او ستړي کوونکي وو.
له زدهکړو محرومیت داسې کوچنۍ موضوع نه ده چې تیګه پرې کېښودل شي. زدهکړه د هر انسان لومړنی حق دی؛ داسې حق چې باید ونه تروړل شي او نه له پامه غورځول کېدای شي. موږ هم د نورو انسانانو په څېر حق لرو زدهکړې وکړو، وده وکړو او ځانته روښانه راتلونکې جوړه کړو. یوازې همدا لار ده چې له پرمختللو هېوادونو سره پرې سیالي کېدای شي.
نور ولولئ...
https://8am.media/ps/we-are-buried-alive-is-our-suffering-just-a-topic-of-conversation/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram