avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
19.04.2026 18:01
فاریاب اوسېدونکې ۳۰ کلنه ښځه زهرا وايي چې له واده یې اته کاله تېر شوي. د نوموي په وینا، په دې موده د شنډوالي له امله نه ده توانیدلې چې د اولاد څښتنه شي او دا مسأله د دې لامل شوې چې له سختو کورنیو، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ شي.

زهرا زیاتوي:«په پیل کې مې فکر کاوه چې امېندوارۍ به په طبیعي ډول رامنځته شي. خو څه موده وروسته ډاکټر ته ورغلم او هغه راته وویل چې هورموني ستونزه لرم او درملنې ته مې اړتیا ده. څو میاشتې مې درمل وکارول، خو کومه پایله ترلاسه نه شوه. وروسته مو ان د مېړه معاینات هم وکړل، خو بیا یې هم پایله ورنه کړه.»

دا ښځه ټینګار کوي چې د اولاد نه لرلو نه یوازې د هغې رواني حالت اغېزمن کړی، بلکې د دې کورنۍ اړیکې یې هم له ستونزو سره مخ کړې دي. د زهرا په وینا، مېړه یې په پیل کې ورسره په مهربانۍ چلند کاوه، خو له معایناتو وروسته یې چلند بدل شوی او ورو ورو تاوتریخوالي ته اوښتی دی.

نور ولولئ...
https://8am.media/ps/violence-against-infertility-women-are-reluctant-to-seek-treatment-due-to-family-and-societal-pressure/
۸صبح ورځپاڼه
د شنډوالي پر وړاندې تاوتریخوالی؛ ښځې د کورنۍ او ټولنې تر فشار لاندې له درملنې بې‌برخې پاتې کېږي - ۸صبح ورځپاڼه
د فاریاب اوسېدونکې ۳۰ کلنه ښځه زهرا وايي چې له واده یې اته کاله تېر شوي. د نوموي په وینا، په دې موده د شنډوالي له امله نه ده توانیدلې چې د اولاد څښتنه شي او دا مسأله د دې لامل شوې چې له سختو کورنیو، ټولنیزو او رواني ستونزو سره مخ شي. زهرا زیاتوي:«په […]
225

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram