avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
19.04.2026 17:09
هغه لس خویندې چې د طالبانو د بندیزونو له امله د زده‌کړې او کار له حقه محرومې شوې دي، د خپل راتلونکي په تړاو اندښمنې دي. دوی وايي چې لس خویندې دي، پلار یې ناروغ دی، خو د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله د کار موندلو توان نه لري. دا نجونې ټینګار کوي چې اوسنی وضعیت او راتلونکی ورته ډېر اندېښمنوونکی دی. د دغو نجونو مور وايي چې غواړي لوڼې یې زده‌کړې وکړي او د کار له لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې حل کړي. بلخوا، د زده‌کړو یو شمېر فعالان د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په تړاو خبرداری ورکوي او وايي چې دا وضعیت د بې‌وزلۍ د دوام لامل کېږي.

د دغو لسو خویندو له ډلې لطیفه سعیدي د خپلې کورنۍ د راتلونکي په تړاو تر نورو ډېره اندېښنه لري. هغه چې د کور د کارونو مسوولیت پر غاړه لري، د نجونو پر زده‌کړو د بندیز دوام  ته سخت اندېښمنه ده. د هغې په باور، که هغه او خویندې یې زده‌کړې ونه کړي، نو په دې سختو شرایطو کې به څنګه د خپلې کورنۍ اړتیاوې برابرې کړي.

دا نجلۍ وايي: «پلار مې ناروغ دی. موږ لس خویندې یو او ورور نه لرو. زموږ اقتصادي وضعیت ډېر خراب دی. که موږ نجونو ته د زده‌کړې اجازه نه وي، نو څنګه به وکړای شو کار پیدا کړو او د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړو؟ دا وضعیت زموږ لپاره ډېر ناهیلی کوونکی دی.»

نور ولولئ...
https://8am.media/ps/the-bitter-fate-of-10-sisters-the-ban-on-education-and-work-destroys-their-future/
۸صبح ورځپاڼه
د لسو خویندو تریخ برخلیک؛ پر زده کړو او کار بندیز یې راتلونکی له منځه وړي - ۸صبح ورځپاڼه
هغه لس خویندې چې د طالبانو د بندیزونو له امله د زده‌کړې او کار له حقه محرومې شوې دي، د خپل راتلونکي په تړاو اندښمنې دي. دوی وايي چې لس خویندې دي، پلار یې ناروغ دی، خو د طالبانو د پراخو محدودیتونو له امله د کار موندلو توان نه لري. دا نجونې ټینګار کوي چې […]
210

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram