avatar
روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily
@hasht_e_subh
19.04.2026 16:03
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په نانواییو کې د ډوډۍ د وزن له کمېدو شکایت لري. د دوی په وینا، سره له دې چې بیې ثابتې پاتې دي، د ډوډۍ وزن د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښاروالۍ له ټاکل شویو معیارونو سره سمون نه خوري او اوس مهال د هرې ډوډۍ وزن له شاوخوا ۳۰ تر ۴۰ ګرامه پورې کم شوی دی. د دوی په خبره، د وزن پر کمېدو سربېره، د ډوډۍ کیفیت هم د پام وړ ټیټ شوی دی. د کابل اوسېدونکي ټینګار کوي چې پر نانواییو د کافي څارنې نشتوالي او د ډوډۍ د وزن کمېدو او د کیفیت ټيټېدو کورنۍ اندېښمنې کړې دي.

د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې په وروستیو اوونیو کې د ښار په نانواییو کې د ډوډۍ وزن او کیفیت کم شوی دی. د دوی په خبره، د اوړو د ټیټ کیفیت له امله د ډوډۍ کیفیت هم خراب شوی او ډوډۍ چې یخه شي، نور د خوړلو وړ نه وي.

د لس کسیزې کورنۍ سرپرسته شازیه د کابل په نانواییو کې د ډوډۍ کیفیت او وزن د اندېښنې وړ بولي. هغه وايي چې د اقتصادي بې وسۍ له امله اړه ده، له همدغو ډوډیو استفاده وکړي، خو په وروستیو ورځو کې د وزن د کمېدو له امله مجبوره شوې چې ډېره ډوډۍ واخلي. د هغې په وینا، هغه ډوډۍ چې بیه یې ۲۰ افغانۍ ده، د وزن له پلوه، په عمل کې د ۱۰ افغانیو ارزښت لري.

نور ولولئ…
https://8am.media/ps/bread-weight-reduction-and-fixed-price-dry-bread-is-also-disappearing-from-peoples-tables/
۸صبح ورځپاڼه
د ډوډۍ وزن کم شوی، خو بیه یې ثابته ده؛ وچه ډوډۍ هم د خلکو له دسترخوانه لېرې کېږي - ۸صبح ورځپاڼه
د کابل یو شمېر اوسېدونکي د دغه ښار په نانواییو کې د ډوډۍ د وزن له کمېدو شکایت لري. د دوی په وینا، سره له دې چې بیې ثابتې پاتې دي، د ډوډۍ وزن د طالبانو تر کنټرول لاندې د ښاروالۍ له ټاکل شویو معیارونو سره سمون نه خوري او اوس مهال د هرې ډوډۍ […]
175

Обсуждение 0

Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.

Обсудить в Telegram

روزنامه‌ ۸صبح | Hasht e Subh Daily

11.8K
کانال رسمی روزنامه ۸صبح افغانستان
روایت دیروز، آیینه امروز، نوید فردا
https://linktr.ee/8am.media
Открыть в Telegram