په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوال د جبري ایستنو د زیاتېدو او د پولیسو د سختو فشارونو په تړاو سخته اندېښنه څرګندوي. دوی وایي چې د طالبانو د غچ اخیستنې او نیولو له وېرې یې دغه هېواد ته پناه راوړې، خو دلته هم د پولیسو له لوري د جبري ایستلو او د باج اخیستنې له خطر سره مخ دي. دغه کډوال د پاکستان له حکومته غواړي چې پر دې پرېکړه له سره غور وکړي او د ویزو د صادرولو بهیر بېرته پیل کړي، څو وکړای شي په قانوني توګه په دغه هېواد کې پاتې شي او د کډوالۍ د دوسیو قانوني پړاوونه یې بشپړ شي.
په پاکستان کې په ځانګړې توګه د اسلاماباد په فیصلټاون ښارګوټي کې لسګونه افغان کډوال وایي چې دوی ته امر شوی چې خپل کورونه تخلیه کړي. د دوی په وینا، دا ضربالاجل پرون ورکړل شوی او تېره شپه تر ناوخته د نیولو عملیات روان وو. په دغو عملیاتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لسګونه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي دي.
په دغه ښارګوټي کې مېشت افغان کډوال د سختې اندېښنې په څرګندولو سره وایي چې د ښارګوټي ادارې د کورونو مالکانو ته یو لیک استولی چې د پولیسو د امر له مخې ټول افغان کډوال باید دا ښارګوټی پرېږدي. د دوی په وینا، ان هغه کسانو چې ویزه هم لري، ویل شوي چې له دې وروسته په دغه ښارګوټي کې ژوند نه شي کولای.
نور ولولئ…
https://8am.media/ps/new-pakistani-government-warning-afghan-refugees-we-have-no-way-to-return-no-possibility-of-staying/
Обсуждение 0
Обсуждение не доступно в веб-версии. Чтобы написать комментарий, перейдите в приложение Telegram.
Обсудить в Telegram